د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې اسلام په خطر کې نه دی، خو غیر پښتانه قومونه په خطر کې دي.
هغه په یو ټويټ کې ليکلي: «د طالبانو تر ولکې لاندي افغانستان کې، قومونو، توکمیزو هویتونو، فارسي ژبه او کلتور، فردي ازادیو، مدني حقونو، د اصلي او غیر افغان/پښتون اوسېدونکو مځکي د تیري، ځپل او اشغال له ګواښ سره مخ دي.»
ښاغلی پدرام په دې باور دی چې افغانستان له ملي ناورین سره مخ او فدرالي نظام یې د حل لاره ده.
هغه تر دې وړاندي د طالبانو له خوا د لویې جرګې په اړه ويلي و لویه جرګه مشکل نه حل نه کوي بلکې مشکل ډېروي.
هغه زیاته کړې وه: «عصري نړۍ عصري عقلانیت عصري وسایلو ته اړتیا لري.»
د ښاغلي پدرام په وینا لویه جرګه یو قومي دود دی او دا دود اوس هم د زورواکو په لاس کې سیاسي وسیله ده.
5 تبصرې
Thank you for great article. I look forward to the continuation.
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.
This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place Watch bbc farsi صفحه جهان
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.