پدرام: ډیورنډ رسمي پوله ده؛ د طالبانو چیغې کورنی لګښت لري او د باور ترلاسه کولو لپاره دي

لخوا Aamaj News

د ملي کنګرې حزب رهبر، عبدالطیف پدرام وایي؛ چې ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده. د نومړي په وینا؛ دا قانوني، رسمي او نړیواله پوله ده.

پدرام زیاتوي؛ چې د طالبانو چیغې کورنی لګښت لري او د باور ترلاسه کولو لپاره دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبان هم د تېرو حکومتونو په څېر ډیورنډ فرضي کرښه بولي، نه رسمي پوله؛ خو پاکستان هغه له افغانستان سره رسمي کرښه بولي او څو ځلې یې ټینګار کړی، چې د تاریخ دا پاڼه تړل شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کرښو ویستلو په اړه وایي: ” وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځینې پېښې شوې دي، چې اړتیا ده د خبرو اترو له لارې حل شي.”

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي؛ چې طالبان د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل او د ګاونډیتوب د حسن رعایت کولو باندې باور لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ