لومړنۍ حجاب لرونکې «افغانی‌الاصله اسټرالیایي» مېرمن د اسټرالیا پارلمان ته لاره وموندل

لخوا Aamaj News

فاطمه پیمان لومړنۍ حجاب لرونکې «افغانی‌الاصله اسټرالیایي» مېرمن د سناتوري په توګه د اسټرالیا پارلمان ته دننه شوه.

له یوې خوا اسټرالیایي رسنۍ راپور ورکړی چې فاطمه پیمان لومړنۍ مسلمانه مېرمن ده چې په اسلامي حجاب سره د مشرانو جرګې څوکۍ لاسته راوړي.

نوموړې له پرت ښار څخه د کارګر ګوند نومانده وه.

د اسټرالیا لومړی وزیر، انتوني البانیزی د هغې د بریا په اعلان سره، د آغلې پیمان د لاري موندلو مبارکي ویلې.

آغلې پیمان ٢٧ کلنه او په افغانستان کې زېږېدلې ده. نوموړې په ٢٠٠٣ کال کې له خپلي مور او درېو خویندو او ورور سره په ٨ کلنۍ کې د پناه غوښتونکې په توګه اسټرالیا ته ولاړل.

د فاطمې پلار په ١٩٩٩ کال د طالبانو د لومړي ځل رژیم په وخت کې د پناه غوښتونکي په توګه په یوه کښتۍ کې اسټرالیا ته دننه شوی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ