د کابل پاسپورټ ریاست خبر ورکړی؛ چې د غوښتونکو د ډېرښت او د تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو د ظرفیت کمښت له امله؛ د پاسپورټونو د وېش لړۍ د څلورو ورځو لپاره بندوي.
د کابل پاسپورټ ریاست زیاته کړې؛ چې غواړي د پاسپورټ د وېش بهیر د آسانتیا راوستلو لپاره، د خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لوړ کړي.
دغه ریاست څرګنده کړې؛ چې د تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره کار پیل شوی او د راتلونکې اونۍ تر یک شنبې پورې به بشپړ شي.