پاسپورټ اداره کې له فساد څخه شکایتونه؛ “پیسې مو اووه میاشتې وړاندې ورکړې دي، خو پاسپورټ شاید اووه کاله وروسته ترلاسه کړو”

لخوا نوراکبر ملک‌زاده

د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د پاسپورټ ادارو د دروازو شاته، د پراسپورټ اخیستلو لپاره د غوښتونکو اوږده صفونه لاهم دوام لري.

د کابل او نورو ولایتونو د پاسپورټ ریاستونو لخوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاسپورټ وېشلو بهیر او ډول؛ پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.

له دې وړاندې د کابل پاسپورټ ریاست عمومي رئیس، عالم ګل حقاني ویلي و: “موږ هره ورځ د هېواد وګړو ته څه باندې پینځه سوه زره جلده پاسپورټونه وېشو؛ خو د دې شمېرو سربېره، د افغانستان وګړي په یاده اداره کې له ورو کار او فساد څخه شکایت لري.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پنجشیر ولایت یو اوسېدونکی آماج ته وایي: “د ښاریانو پر مخ د پاسپورټ ریاست دروازه تړل شوې خو د هغوی پر مخ چې درې سوه/ څلور سوه ډالره رشوت ورکوي د شپې تر لس بجو هم نه ده تړلې.”

د افغانستان د تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په یو ټویټ کې وویل چې نږدې شپږ میلیون کسانو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي او دا بهیر دوام لري. نوموړې اشاره کړې وه؛ چې په بل عبارت ښایي پنځوس سلنه خلک له افغانستان څخه بهر شي.

سیمر؛ هغه ځوان چې له مزارشریف څخه کابل ته راغلی وایي: “تر اوسه مې هوټل کې پاتې کېدو دېرش زره افغانۍ لګښت راغلی خو نه یم توانېدلی چې پاسپورټ ترلاسه کړم.”

نومړی کابل کې د پاسپورټ وېشلو بهیر څخه په شکایت کولو سره زیاتوي؛ چې شااوخوا اووه میاشتې وړاندې د آنلاین فورم په ډکولو سره یې پیسې بانک ته ورکړې دي، خو د پاسپورټ ادارې ته له هر ځلې ورتګ سربېره؛ تر اوسه یې پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی او په دې اړه ورته هېڅوک ځواب ویونکي نه دي. نوموړی د خواشینۍ په څرګندولو سره وایي؛ چې پیسې یې اوه میاشتې وړاندې ورکړې دي، خو ښایي پاسپورټ اووه کاله وروسته ترلاسه کړي.

اقبال هغه ځوان چې له ننګرهار څخه کابل ته راغلی د طالبانو له ناوړه چلند شکایت کوي او وایي: “دا څلور ځل دی چې له لوړو لګښتونو سره د پاسپورټ اخیستلو لپاره کابل ته راځم خو هر ځل د طالبانو له شلاق سره مې هرکلی کېږي، دوی موږ په خبرو غولوي.”

په ورته وخت کې؛ د لاریون کوونکو یوې ډلې چې شمېر یې دوه سوه کسانو ته رسېږي، پر یوه عریضه یې لاسلیک کړی، چې د پاسپورټ وېشلو له بهیر څخه یې پکې شکایت کړی.

د آماج خبریال هڅه وکړه چې د پاسپورټ مسوولینو یو چارواکي لیدلوری له ځان سره ولري، خو دوی ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو شااوخوا اووه میاشتې تېرېږي، هغه واک نیول چې د افغانستان زرګونه وګړو د پرېښودلو لامل شو او یو شمېر نور هم له پاسپورټ پرته په ناقانونه ډول ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ