د ولسي جرګې پخواني غړي، میر حیدر افضلي نن “شنبه د جدي ۴ مه” پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې تېرو څلور میاشتو کې تر ټولو ډېرې اطلاعیې او اعلاميې د پاسپورټ ریاست له لوري خلکو ته رسول شوې دي او دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې په دې ریاست کې ټول سیستمونه، د پاسپورټ توکي او بسیا انساني ظرفیت له مخکې شتون درلود.
افضلي زیاته کړې؛ چې یو ځل بیا د طالبانو له لوري د سیاسي دلیلونو له امله د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوه.
له دې وړاندې؛ د پاسپورټ د وېش لړۍ د دوه میاشتو بندېدو وروسته، دا بهیر تېره اونۍ د قوس میاشتې په ۲۸ نېټه خپور شو.
دا بهیر نن یو ځل بیا کابل کې د ۳ ورځو لپاره د نامالومو دلیلونو له امله وځنډېدلو.