طالبان: له دې وروسته به لس کلن پاسپورتونه له پنځلس کلنۍ پورته ماشومانو ته ورکول کېږي

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس پر خپل ټويټر کې ليکلي، چې د پاسپورتونو عمومي رياست په پام کې لري څو له پنځلسو کالو څخه پورته عمر لرونکو کسانو ته لس کلن پاسپورټونه وويشي.

باختر آژانس په خپل راپور کې ویلي، چې له پنځلس کلونو څخه کم عمره غوښتونکي کولاى شي چې د پنځه کلن پاسپورت لپاره درخواست وکړي.

باختر آژانس وايې، دغه تصميم د پاسپورتونو د عمومي رياست د ګڼې ګوڼې د کمولو او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر نيول شوی دى.

د بیکارۍ زیاتوالی او اقتصادي بحران د دې لامل شوی، چې افغانان نورو هېوادونو ته مهاجر شي او ورسره يو وخت د پاسپورټ غوښتونکو شمیر هم ډیر شوی دغه اقدام د پاسپورټ دفتر مخې ته د خلکو د ګڼې ګوڼې يو د لامل بلل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ