د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست په خپله ویب پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې د نوي پاسپورت نوم لیکنه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي. خو یادې ادارې د دغې پرېکړې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د حکومت د پاسپورت ریاست د ژمنې له سره سم، پرون باید په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو آنلاین نوم لیکنه او وېش لړۍ پیل شوې وی. خو د نامالومو لاملونو له مخې لا هم په ځینو ولایتونو کې د دې دفتر ویب پاڼه او څانګې تړلې دي.
له بلې خوا د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي آماج ته وايي؛ چې له دوی څخه د پیسو غوښتنه شوې، مګر د میاشتو په تیریدو سره، دوی نه دي توانیدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.
د پاسپورټونو د وېش بهیر د تېر کال د کب میاشتې په ۲۲مه په پلازمېنه او ولایتونو کې وځنډېد. دغه اداره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال څو ځلې وتړل او بېرته پرانستل شوه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بې کاري، بېوزلي او اقتصادي کړکېچ ډېر شوی او د هېواد وګړي هڅه کړي د پاسپورټ له ترلاسه کولو سره بهر ته سفر وکړي.