د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې باوره پاسپورټ وپېژندل شو

لخوا Aamaj News

د “هنلي پاسپورټ اینډکس” د نوي نوملړ پر بنسټ، ۲۰۲۲م کال کې جاپان او سنګاپور د نړۍ تر ټولو معتبر او افغانستان نامعتبر پاسپورټ لرونکي هېوادونه پېژندل شوي. 

د جاپان او سنګاپور ښاریان کولی شي بې له ویزې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو تت سفر وکړي، خو د افغانستان ښاریان له خپل پاسپورټ سره یوازې ۲۶ هېوادونو ته د سفر اجازه لري. 

په ورته وخت کې، آلمان او جنوبي کرې دوهم او شمالي کره د نامتعبرو هېوادونو په نوملړ کې راغلې ده. 

د افغانستان ګاونډي هېوادونه هر یو ایران او پاکستان ۱۰۱ او ۱۰۸ ځایونه خپل کړي. 

افغانستان سږ کال وروستی ۱۱۱ عراق ۱۱۰ سوریې ۱۰۹ او پاکستان ۱۰۸ ځای خپل کړی. 

د “هنلي پاسپورټ اینډکس” بنسټ په ۲۰۰۵م کال کې د “روادید هنلي او شریکانو د بندیزونو پېژندنې” په نوم کار پیل کړ او په ۲۰۱۸ م کال کې یې نوم ” هنلي پاسپورټ اینډکس” ته بدلون وکړ. دغه سایټ؛ د نړۍ ۱۹۹ هېوادونو پاسپورټونه له پېښو او امتیازونو پرته سفر پربنسټ پرتله کوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Gaza and its Resistance to Israel's Brutal Attacks November 30, 2023 - 1:55 pm

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب

یو نظر پریږدئ