پاکستان کې د پښتنو لویه جرګه په افغانستان کې د لویې جرګې او بیا وروسته د ټاکنو له لوري د منتخب حکومت جوړېدو غوښتنه کړې. دا جرګه د خیبر پښتونخوا ایالات بنو ښار کې د درې ورځو لپاره جوړه شوې وه او د یوې اعلامیې په خپروولو سره تېره ورځ پای ته ورسېده.
د یادې جرګې د پای په اعلامیه کې راغلي؛ چې افغانستان کې د زور له لوري واک ترلاسه کول ناقانونه او له خلکو سره خیانت دی او باید دې هېواد کې له نړیوالو معیارونو سر سم یو جمهوري نظام رامنځته شي.
د پاکستان پښتنو جرګې همداشان د افغانستان اوسني ناورین څخه اندېښنه ښودلې او له ملګرو ملتونو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي؛ چې د دې هېواد له وګړو سره مرسته وکړي او له افغان کډوالو سره قانوني او انساني چلند ولري.
په اعلامیه کې یادونه شوې؛ چې دوی د ډیورنډ په اوږدو کې اغزن تار نه مني او غواړي چې کرښې دواړو لورو ته خلک یو بل تر سره سوداګري او اسنادو پرته له سندونود پرته تګ راتګ وکړي.
یادې غوښتنې په دې جرګه کې د پاکستان زرګونه کسانو په ګډون ترسره شوې. خو تر اوسه د پاکستان رسمي چارواکو او د افغانستان طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې له دې لویې توکمیزې جرګې او اعلامیې څخه یې هرکلی وکړ.
د ټاکنو ترسره کول او د خلکو د رایو پر بنسټ د منتخب حکومت رامنځته کول، له دې وړاندې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکودلخوا هم وړاندې شو دی. بهرنیان په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتونکي دي.
خو طالبانو د ټاکنو ترسره کولو غوښتنو او د خلکو رایې ته کوم ځواب نه دی ورکړی او اوسنی حکومت یې مشروع او ټول ګډونه بللی. خو ځینې اوس هم پوښتي؛ چې له دې وروسته افغانستان کې د واک ترلاسه کولو لپاره وسله واخلي یا رایه ورکړي؟
9 تبصرې
very satisfying in terms of information thank you very much.
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.
This is my first time pay a quick visit at here and i am really happy to read everthing at one place
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great Watch bbc فارسی
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.
This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.
I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest.