د خلکو د خوځښتونو د پخواني غړي خپلوان: میرزا محمد له درې میاشتو راپه دېخوا د طالبانو په بند کې دی

لخوا Aamaj News

په تېر حکومت کې د خلکو خوځښتونو د غړي خپلوان آماج ته وایي چې میرزا محمد درې میاشتې وړاندې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتو لخوا ونیول شو او لا یې له برخلیک څخه مالومات نشته.

د میرزا محمد خپلوان زیاتوي؛ چې نوموړی په سالنګ ولسوالۍ کې د طالب استهباراتو لخوا نیول شوی او بیا د پروان ولایت امنیت ریاست ته لېږدول شوی وو او له خپلوانو سره د لیدو اجازه یې هم نه درلوده او اوس کابل کې د طالبانو ۴۰ ریاست کې بندي دی.

همداشان د خلکو خوځښتونو د یاد پخواني غړي د خپلوانو په وینا؛ چې میرزا محمد له کوم دلیل پرته نیول شوی او دا یوه انتقام اخیستونکي کړنه بولي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په دې وروستیو کې د بشرحقونو د څار بنسټ د طالبانو د نیولو په اړه غبرګون وښود، هغه غبرګون چې طالبانو «پروپاګند» وبللو او رد یې کړ.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

tahvil sal 1414 November 10, 2023 - 6:19 pm

I like the efforts you have put in this regards for all the great content. Watch tahvil sal 1414

ځواب
Din News TV November 11, 2023 - 6:28 am

For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 12:29 pm

This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.

ځواب
dubai racing live stream November 18, 2023 - 6:20 am

Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.

ځواب

یو نظر پریږدئ