طالبانو پروان کې ۱۸ نارینه او ۹ ښځې په درو ووهل

لخوا Aamaj News

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د پروان ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې یې ۱۸ نارینه او ۹ ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

د دې ډلې سترې محکمې نن (پنجشنبه د لېندۍ ۱۷مه) زیاته کړې چې دغه شمېر کسان یې د «لواط، بې له نکاح اړیکې، ډوکه کول، دروغو شاهدي ورکول، جعل، د ټابلیټ K د پېر او پلور» د چاریکار ښار په لوبغالي کې د خلکو په حضور په ښکاره په درو وهلي دي.

د طالبانو محکمې همداراز په پکتیکا کې درېو تنو په درو وهلو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ (چهارشنبه، لېندۍ۱۶مه) د فراه ولایت په مرکز کې یو سړی اعدام کړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ