آزادۍ جبهه: په پروان کې د یوه جنګي قومندان په ګډون درې طالبان ټپيان شول

لخوا Aamaj News

د افغانستان د آزادۍ جبهه وايي چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دغې جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې طالبان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د آزادۍ جبهه نن (پنجشنبه، وږې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مقر کې د دغې جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۳ طالبان ټپيان شوي دي.

دغه جبهه زیاته کړې چې دغه نښته نن ماسپښين له ٢ بجو څخه تر ٢:٣٠ بجو پورې د جنوبي سالنګ د اغېل خان په کلي کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې مقاومت کوونکو ته زيان نه دى اوښتى.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ