پروان کې طالبانو د پخواني ملي امنیت یو کارکوونکی له مقاومت جبهې سره د مرستې په تور نیولی

لخوا Aamaj News

په تېر حکومت کې د ملي امنیت کارکوونکی حسیب‌الله خپلوان آماج ته وایي چې نوموړی ۲۱ ورځې وړاندې طالبانو له مقاومت جبهې سره د مرستې په تور له ځان سره بولی.

د دوی په وینا، حسیب‌‌الله په اصل کې د پروان ولایت اوسېدونکی دی او نیول کېدو وروسته نوموړی طالبانو لوګر ولایت ته لېږدولی.

دا نیول په داسې حال کې کېږي چې طالبانو کابل ته را دننه کېدو وړاندې عمومي عفوه اعلان کړې ده؛ خو بشر حقونو بنسټونو په څو ځلې ویلي چې طالبان د خپل رهبر د عمومي عفوې اعلان ته ژمن نه دي.

د بشر حقونو بنسټونو زیاته کړې، چې طالبانو د عمومي عفوې فرمان له خپرولو څخه د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د نیولو او وژنو لپاره د یو دام په توګه ګټه اخیستې ده.

د افغانستان جمهوریت پرځېدو وروسته تل د طالبانو په لاس د پخواني دولت د امنیتي کار کوونکو وژنو او نیولو خبرونه خپرېږي؛ خو طالبانو تل د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او کارکوونکو نیول رد کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ