طالبانو پروان کې د تېر حکومت یو پوځي ووژلو

لخوا Aamaj News

پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یاد ولایت کې د پخواني حکومت یو پوځي له نیولو وروسته وژلی.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه دوه ورځې وړاندې (سه شنبې د غبرګولي ۳۱مه) ترسره شوې.

د سرچینې په وینا وژل شوي کس نجم‌الدین نجم نوم‌ درلود او د تېر حکومت د کابل د پولیسو امنیه قومندانۍ کې یې دنده ترسره کوله.

د پوځيانو له دې وژنو سره په ورته وخت کې طالبان تل ورته پېښې رد کوي او وایي چې د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ