پنجشېری ډاکټر له دوو اونیو را په دېخوا د طالبانو په بند کې دی او سخت وهل او ډبول کیږي

لخوا Aamaj News

د محمد علی جناح روغتون د ډاکټر، عبدالله رحماني خپلوان وایي چې نوموړي له دوو اونیو را په دېخوا د طالبانو په بند کې دی او سخت وهل او ډبول کېږي.

د عبدالله د خپلوانو په وینا؛ طالبانو نوموړي د ټلیفون له کتلو او د ملي اتل، احمدشاه مسعود او د پنجشېر د انځورونو له لیدلو وروسته نیولی.

د دغه ډاکټر د خپلوانو په وینا، طالبانو پر نوموړي له مقاومت جبهې سره د مرستې تور هم لګولی.

د دوی په وینا: یاد ډاکټر د طالبانو لخوا په سخت ډول وهل او ډبول کیږي تر څو دوی ته د مقاومت کوونکو پته ووایي.

دوی زیاتوي په داسي حال کې چې عبدالله له هېڅ سیاسي ډلې او ګوند سره اړیکه نه درلوده، دوې اونۍ وړاندي د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د طالبانو لخوا و نیول شو او تر اوسه یې برخلیک نامالوم دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه خپل سري نیونې په داسې حال کې کيږي چې مخکې هم طالبانو له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ګڼ ځوانان له ځان سره بېولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ