طالبانو پنجشېر کې له يو پخواني پوځي سر پرې کړی

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یاد ولایت کې د پخواني حکومت له یو پوځي سر پرې کړی.

د سرچینې په وینا؛ یاده پېښه نن (دوشنبه د غبرګولي ۳۰مه) د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچینې په وینا؛ وژل شوي پوځي عبدالمتین نوم درلود او په پخواني حکومت کې یې د پوځي په توګه دنده ترسره کوله.

سرچینه زیاتوي؛ چې طالبانو لومړی له نومړي سر پرې کړ او بیا یې سیند ته اچولی.

له دې وړاندې هم د طالبانو لخوا څو ځلې پخواني پوځیان نیول شوي. ځورول شوي په ډزو وژل شوي او ځینې وخت ترې سرونه پرې شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ