یوه ورځ وروسته له هغې چې عبدالحمید خراساني د پنجشیر ولایت د امنیت له آمریت څخه استعفا وکړه؛ اوس طالب چارواکي یو ځل بیا د پنجشیر د امنیت د آمر په توګه د نوموړي له ټاکل کېدو خبرې کړې. د پنجشیر د امنیت له آمریت څخه د خراساني د استعفا لامل «داخلي ستونزې» بلل شوې وې.