پنجشیر کې طالبان له یو بل سره په شخړه دي؛ والي فاسد دی یا خراساني رسمي مقام نه لري؟

لخوا جمشید وکیلی

د پنجشیر لپاره د طالبانو د امنیت آمر عبدالحمید خراساني له آماج نیوز سره په خبرو کې وايي؛ چې د دغه ولایت والي له تېرو درې میاشتو راپدېخوا د امنیت آمریت قومندانۍ معاشونه، بدعاشه او نور دولتي امتیازونه بند کړي.

خراساني زیاتوي؛ چې د پنجشیر والي چې کوم فاسد او د پنجشیریانو فکرونه لري، هڅه کړي د دغه ولایت پر خلکو ظلم وکړي او ستونزې جوړې کړي، او کله چې نوموړي د خلکو په وړاندې د والي له دې چلند سره مخالفت وکړ، پر نوموړي او تر امر لاندې کسانو باندې یې دولتي امکانات بند کړي.

عبدالحمید خراساني د پنجشیر والي دا کړنه د “اسلامي امارت تعالیم” خلاف کړه بولي او نوموړی د طالبانو په بدنومولو تورنوي.

د پنجشیر امنیت آمر همداشان زیاتوي “د خلکو په وړاندې د پنجشیر والي جنایتونه بې شمېره دي. د پاسپورټ له کمیشن کارۍ نیولې د موټرونو تر غلا او پر بستونو توکمیزې ګمارنې او نورې ځان غوښتنې چې د پنجشیر د خلکو په حق کې ظلم دی. د پنجشیر خلک د والي د ظلم له امله دا ولایت پرېږدي.”

خراساني همداشان زیاته کړه؛ چې “چې د والي کسانو څه موده وړاندې پنجشیر کې یوه ښځه په څپېړه وهلي وه او غوښتل یې هغه بندخونې ته واچوي او تېری پرې وکړي. د خراساني په قول، کله چې نوموړی له دې موضوع خبر شو، د والي د کسانو د یادې کړنې مخنیوی یې کړی.”

همداشان هغه سندونه چې د آماج نیوز لاس ته رسېدلي ښایي؛ چې د پنجشیر ولایت د امنیت آمر عبدالحمید خراساني د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته په یو رسمي مکتوب کې؛ د دغه امریت پرسونل ته د معاشونو، غوړیو، بدل عاشې او نورو دولتي امتیازونو د نه ورکولو له امله له والي څخه خپل شکایت وړاندې کړی.

خو د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیق له آماج نیوز سره په خبرو کې وايي؛ چې عبدالحمید خراساني په رسمي ډول د پنجشیر ولایت د امنیت آمر نه دی او یوازې د دغه ولایت د والي مولوي قدرت الله لخوا د یوې پروژې په توګه د یاد آمریت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی زیاتوي؛ چې خراساني یو ډېر شمېر نور کسان خپل شااوخوا کې راټول کړي، چې “اسلامي امارت” ته هېڅ ژمن نه دي او له دې امله د امنیه قومندانۍ پرسونل ته بدعاشه او نور امتیازات نه ورکول کېږي.

د پنجشیر والي ویاند په دوام کې زیاته کړې “خراساني د ځان لپاره بېل جوړښت رامنځته کړی چې د پنجشیر ولایت په لایحه او تشکیلاتو کې نشته. دوی باید د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په چوکاټ کې فعالیت وکړي. د همدغه قانون ماتونې له امله یې، څه موده کېږي چې د ولایت د مقام لخوا د امنیه قومندانۍ امتیازات بند شوي.”

د پنجشیر سیمه ییزو چارواکو شخړې په داسې حال کې رسنیزې کېږي، چې له یوې خوا په دې ولایت کې د مقاومت جبهې چریکان د فعالیتونو له پراخېدو خبرې کړي او له بل پلو د ظلم له امله د پنجشیر اوسېدونکو د ګډو خبرونه تر غوږو کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ