د ملي مقاومت جبهه ادعا کړي، چې پنجشېر کې د یادې جبهې له ځواکونو سره په جګړه کې ۲۷ طالبان وژل شوي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظري په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې پنجشبه شپه د یاد ولایت درې ولسوالۍ د یادې جبهې او طالبانو د نښتې شاهدانې وې.
د نوموړي په وینا؛ د تېرې شپې د په نښو کې ۲۷ طالب ځواکونه وژل شوي او د مقاومت جبهې پر ځایونو د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې سیمهییزو سرچینو د پنجشیر په عنابه، شتل او رُخه ولسوالیو کې رامنځته شوې نښتې منلې دي.
طالبانو تر اوسه د یادو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.