سرچینې آماج ته وایي؛ چې نن له غرمې وړاندې د پنجشېر ولایت مرکز اړوند د آستانه سیمه کې د مقاومت کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ طالبان وژل شوي.
د سرچینې په وینا؛ د طالبانو ځینې پوځي تجهیزات هم د مقاومت کوونکو لاس ته لوېدلي.
بل پلو د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علی میثم نظري وایي؛ چې نن د آستانه په سیمه کې د یادې جبهې د کمین په پایله کې څه باندې ۱۵ طالبان وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.