پنجشېر کې د طالبانو سر خوږی؛ طالبان له بدخشان څخه پنجشېر ته ۳۸۰ جنګیالي لېږي

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې ښایي له بدخشان څخه ۳۸۰ طالب ځواکونه پنجشېر کې د مقاومت کوونکو څپلو لپاره ولېږي.

د سرچینې په وینا؛ دا شمېر به سبا ورځ د طالبانو د پوځ قومندان قاري فصیح‌الدین او ملا یعقوب په فشار سره د پنجشېر جګړې ته روان شي.

سرچینې زیاته کړې؛ چې یاده پرېکړه وروسته له هغې ونیول شوه، چې پنجشېر کې پښتنو طالبانو زیاته مرګ ژوبله ولیده.

بل پلو د افغانستان ژغورلو لپاره د مقاومت شورا په دې وروستیو کې خبر ورکړی؛ چې طالبانو په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې نږدې ۳۰ زره جنګیالي ځای پر ځای کړی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له څو اونیو راپدېخوا په پنجشېر د اندراب درې په درې ګونو ولسوالیو او د بغلان په خوست او فرنګ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ؛ طالبانو په پنجشېر کې له سختې مرګ ژوبلې لیدو وروسته د ملکي وګړو په پراخو نیولو، بندي کولو ځورونې او قتلونو لاس پورې کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ