په پنجشیر کې د ګرځندويني وضعیت؛ پښتانه طالبان د پنجشېر د ځايي حکومت اطاعت نه کوي

لخوا Aamaj News

پنجشېر ولایت ته د غیر مسوولو کسانو د راتګ او د هغوی د هوايي ډزو په اړه د دغه ولایت د یو شمیر اوسیدونکو له اندیښنو وروسته، د پنجشیر یو شمیر اوسیدونکي وايي چې پښتانه طالبان د پنجشیر د سیمه‌ییز حکومت اطاعت نه کوي.

د پنجشېر د والي وياند ابوبکر صديق آماج وايي، طالب ځواکونه له نورو ولايتونو څخه پنجشېر ته د تفريح لپاره راځي.

خو هغه زياته کړه، د پنجشېر په دروازه کې طالبانو ته اخطار ورکړل شوى، چې پنجشير ته د غير مسوولو وسله والو د ننوتو مخه ونيسي او هغه کسان چې دغه ولايت ته د تفريح لپاره راځي، د ډزو حق نه لري او بايد په خپلو موټرونو کې په لوړ آواز ترانې ونه غږوي.

له بلې خوا په پنجشېر کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالحى رحيمي هم د غير مسوولو وسله والو راتګ تاييدوي او وايي چې له دغو کسانو سره جدي چلند کېږي او هڅه کېږي چې پنجشېر ته د دغو کسانو د ننوتلو مخه و نیول شي.

هغه زیاته کړه: «موږ له دې ډول کسانو سره څو ځله چلند کړی او موږ نه پرېږدو چې دا ډول کسان پنجشیر ته ننوځي.»

په پنجشیر کې د پسرلي په رارسیدو او د نسبي آرامي ګډوډېدل د دغه ولایت خلک تر بل هر وخت زیات اندیښمن کړي دي.

یو شمېر دغه اوسيدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو له واکمنۍ سره د دغې ډلې زياتره غړي د تفريح سربېره له خپلو وسلو سره پنجشير ته  ننوځي او هوايي ډزې کوي او د طالبانو د دولت له خوا هيڅ راز ممانعت نه ورته کيږي.

د دغه ولايت يو تن اوسېدونکى احمدالله وايي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو اړوند کسان چې ډېرى يې له سوېلي ولايتونو څخه دي، پنجشېر ته ننوځي او تر اتیا سلني ډیری يې وسله وال دي او ددوی ځانګړو ترانو د لوړ آواز سره  هوايي ډزې کوي، او د خلکو آرامي يې ګډوډه کړې ده.

پنجشیر د کابل یو له شمالي ولایتونو څخه دی، چې د شنه طبیعت او وړو آبشارونو لرونکی دی، چې په وروستیو کلونو کې یې په پسرلي او دوبي کې زرګونه کورني او بهرني سیلانیان راجذبول. خو د طالبانو د حکومت په راتلو سره نور د دغو سیلانیانو هيڅ خبر نشته.

اړوند لیکنې

1 تبصره

یو نظر پریږدئ