د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر لیکلي تېره شپه د پنجشیر ولایت د زقای مرشتان په پله کې د دغې جبهې د عسکرو له خوا د طالبانو د بدری برخې اړوند په رینجر برید ترسره شو.
نوموړی زياته کړه چې په دې بريد کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او د وسله والو طالبانو رينجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
خو په دغه ولايت کې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په روخه ولسوالۍ کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه درېيمې ورځې ته ننوتلې ده.
په همدې حال کې پرون ځینو سرچینو تایید کړه چې د پنجشیر ولایت د روخه ولسوالۍ د حصارک سیمې یو شمېر اوسېدونکو له جګړو وروسته خپل کورونه پرېښي دي.
د اوړي د موسم په رارسیدو سره د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې چریکي بریدونو زور اخیستی دی.