د خلکو له منځه سرچینې آماج ته وایي؛ چې له دوه ورځو را پدېخول طالبانو د پنجشیر رخه ولسوالۍ د ګلزنګر سیمې اوسېدونکي اجباري کډه کولو ته اړ کړي.
د یادې سرچینې په وینا؛ څه باندې درې شوه او پنځوس طالب جنګیالي له خپلو ټولو وسایلو سره رخه ولسوالۍ ته دننه شوي او د یادې ولسوالۍ بازار د طالبانو لخوا محاصره شوی او سیمې پوځي رنګ ځانته اړولی.
د سیمې ځینې اوسېدونکي آماج ته وایي؛ چې همدا اوس په حصارک سیمه کې د مقاومت کوونکو او طالبانو تر منځ نښته دوام لري. دوی زیاتوي؛ چې څه باندې لس طالبان وژل شوي او دوه رنجر ډوله موټر یې ویجاړ شوي.
د سیمې د خلکو په وینا؛ څه باندې د لس طالب جنګیالیو مړي په واټونو پراته دي.
خو پنجشیر کې طالبانو د اجباري کډو او نښتو موضوع رد کړې او هغه یې د مقاومت کوونکو شایعه بللې.