آیا د پنجشیر لپاره د طالبانو والي او امنیه قومندان له یو بل سره په شخړه کې دي؟

لخوا Aamaj News

سرچینو آماج ته ویلي دي پنجشیر د والي مولوي قدرت الله د امنیت د آمر عبدالحمید خراساني ترمنځ د پنجشیر ولایت کې شخړې زیاتې شوي دي. او دا شخړې د دې ولایت په اوسیدونکو باندې د پنجشیر د والي د ظلم، جنایت او د حقوقو د ضایع کیدو له امله دي.

سرچينې زياته کړې، چې د پنجشېر ولايت د طالبانو د شپږو مياشتو معاش د والي او د هغه د ملګرو له خوا ضايع شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې د پنجشير د والي د بې کفايتۍ او غفلت له امله د پنجشېر سيمه‌ييز حکومت تر اوسه منظم نه دى. او د دغه ولايت په سيمه‌ييزو ادارو کې ګڼې ستونزې شته.

د دغو سرچینو په وینا، والي او ملګري یې د پنجشیر پر خلکو ظلم کوي، په پراخ فساد کې ډوب دي او ښايي پنجشیر د یوه لوی پوځي بحران لامل شي.

له پنجشېر ولايت څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې، د دغه ولايت والي او د هغه پلويانو سيمه ييزه اداره په بشپړه توګه بې نظمه کړې او په دغه ولايت کې منظم اداري سيستم نشته.

سرچینې دغه خبر آماج ته تایید کوي چې خلک د وسلو او پیسو په خاطر وهل شوي او په شخصي زندانونو کې ساتل کیږي.

خو د پنجشېر والي مولوی قدرت الله آماج ته وويل، چې د نوموړي او د پنجشېر د امنیت آمر تر منځ کومه لانجه نشته او دا ټول خبرونه اوازې او دسيسې دي.

هغه د شخصي زندانونو شتون رد وي او وايي، چې د پنجشېر ولايت اوسېدونکي د پيسو او وسلو په خاطر نه وهل کېږي او په دې اړه هېڅ ثبوت نشته.

خو د پنجشېر ولايت د امنيت امر عبدالحميد خراساني آماج ته دا مني، چې د نوموړي او د پنجشير د والي تر منځ د خپل سرو کړنو، په کارونو کې بې ځايه لاسوهنه، د طالبانو د امنيتي ځواکونو د حقونو او امتيازاتو تر پښو لاندې کول، د بې ګناه خلکو بندي کول او د عامو خلکو وهل له امله شخړې شته.

خراساني زیاتوي چې امنیتي ځواکونه معاش نه لري، په دې شپږو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت له لوري هغه لږ امتیاز چي د دوي په واک کې وو د پنجشیر د والي له طرفه د هغه د تنګ نظر او حسد له امله خیف او میل کېږي.

نوموړي آماج ته وویل، «امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په پنجشیر کې خپلې دندې په ټینګه اراده ترسره کړي او په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت اوس ښه دی.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې “آیا د پنجشیر والي د هغه ولایت له خلکو څخه د وسلو او زنداني کولو او وهلو غوښتنه کوي، وویل”هو، داسې ادعاوې شته چې د پنجشیر د والي په نږدې کسان دي خلک له خپلو کورونو څخه بهر کوي، وهل کیږي او ډبول کېږي چې پیسې یا وسلې راوړي.”

عبدالحمید خراساني ویلي دي چې دا ټول مسایل یې په پلازمینه کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره شریک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ځواکونو دپنجشير ښاريان له نيولو وروسته بنديان کړي دي او دپنجشير اوسېدونکو په وار وار دطالبانو د دغه کړنو له امله نيوکې کړې دي .

اړوند لیکنې

1 تبصره

ประกันภัยโดรน April 12, 2024 - 11:32 pm

… [Trackback]

[…] Here you will find 76598 additional Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/panjshir-province-3/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ