په پنجشیر کې د طالبانو ضد د شپې لیکونو پراخ خپرېدل

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج نیوز ته وایي، چې د بازارک په ګډون د پنجشیر په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د په وړاند مقاومت کولو د بلنې او همدارنګه د “طالبانو جاسوسانو او د اړیکو عناصرو” ته د اخطار ورکولو شپنۍ پاڼې وېشل شوې دي.

په دغه پاڼو کې لیکل شوي؛ چې طالبان هره ورځ پنجشیر او له پنجشیر بیرون له مېشتو خلکو انتقام اخلي او یادونه شوې چې “مزدور، وحشي متعصب او ظالم طالبان په سر کې ناوړه پلان لري.”

په دغه شپنیو لیکونو کې راغلي: “همغه ډول چې پخوا هم زموږ خلکو طالبان ونه منل او په مقاومت او درېدو سره یې تاریخ جوړ کړ، د پنجشیر هر کس باندې فرض ده چې د طالبانو په وړاندې ودرېږي.”

د یادو شپنیو لیکونو د لیکنې پر بنسټ، د طالب تر نوم لاندې سلګونه پاکستانیان پنجشیر ته دننه شوي او دا ولایت اوس د “پنجاب” تر واک لاندې دی.

د پسرلي له رارسېدو سره داسې ښکاري چې پنجشیر ته د طالبانو زیاتو ځواکونو لېږلو او د مقاومت جبهې فعالیتونه پراخ شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ