په پنجشېر کې نښته؛ د مقاومت جبهه: تر ۲۰ زیات طالبان مو وژلی او د دغه ولایت ځینې برخې مو نیولي دي – طالبان: اوازې دي

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وايي، چې تېره شپه په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او د مقاومت د جبهې د ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي. د مقاومت جبهه ادعا کوي چې د دغه ولایت ځینې برخې یې نیولي دي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند، صبغت الله احمدي تېره شپه (جمعه د غويي ۱۶مه) په یو ټوېټ کي لیکلي چې د عبدالله خېلو او آبشار ولسوالۍ له مرکزونو پرته ټولې سیمې د مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

ښاغلی احمدي وايي، برید هغه مهال وشو، چې د طالبانو سره قطعه د درې، عبدالله خېلو او ابشار ولسوالیو پر لور د کور په کور پلټني په موخه روانه وه.

د هغه په ​​وينا، په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو پنځه زغره وال موټر ويجاړ شوي، دیارلس د وسله والو طالبانو او دوه تنه د مقاومت جبهې سرتېري وژل شوي دي.

ههه همداراز ادعا کوي د پنجشېر ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د «دواب» پوسته هم د مقاومت جبهې د ځواکونو له خوا نيول شوې چې په دې بريد کي نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوی او شپږ تنه نور يې ژوندي نيول شوي.

په همدې حال په ابشار ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې طالبانو د جهرعلي کلي ډېرى «سپین ږیري» له ځان سره بېولي دي. دوی زیاتوي چې دا کار د ژغورني لپاره یو ډول یرغمل دی.

په پنجشېر کې د طالبانو پخوانی امنیت آمر عبدالحمید خراساني وايي، د مقاومت جبهې له خوا د دغه ولایت د ځینو برخو د نیولو خبرونه افواه دي.

له بلې خوا د آزادۍ جبهې ځواکونو ادعا کړې چې د دغې جبهې ځواکونو پنجشېر ولایت ته د طالبانو د مرستندویه ځواکونو د استولو مخه نیولې ده. دوی زیاتوي، چې پنجشېر ته د طالبانو مرستندویه کاروان د کابل ولایت د میربچکوت ولسوالۍ په بازار کي په نښه کړی.

له بلې خوا طالبان د مقاومت جبهې د دو ادعاوو په ردولو وايي: «پنجشېر په بشپړ امنیت کی دی او دا خبرونه له حقیقته لرې دي.»

په پنجشېر کې د طالبانو د والي وياند ابوبکر صديق وايي، چې تېره شپه د شتل ولسوالۍ په شاوخوا کې ډزي شوي دي چي کومه مرګ ژوبله یې نه ده لرلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ