په پنجشېر کې ځايي سرچينې آماج ته وايي چې طالبانو تېر ماښام (دوشنبه، زمري ٣١مه) د یاد ولايت په خنج ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې پر ځواکونو خپل بريدونه په لاره واچول چې په پايله کې يې اته طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې د وینا پر بنسټ د طالبانو یاد بريدونه د هغو ٢٠ طالبانو د جسدونو د را ايستلو په موخه پيل شوي چې له څو ورځو راهيسې د خنج ولسوالۍ په پشغور او تنبنه غرونو کې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر او اندراب لپاره د ځانګړي پوځي مسوول په توګه ټاکلی دی.
له بلي خوا طالبانو تېره ورځ په سلګونه تازه دمي ځواکونه د پنجشېر بېلابېلو سیمو ته استولي دي.
1 تبصره
But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.