د مقاومت جبهې یو قومندان پنجشېر کې له طالبانو سره نښته کې ووژل شو

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې دشت ریوت کې د مقاومت جبهې د قرارګاه قومندان نورالله نورخېل خسروي د یاد ولایت په پریان ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی.

د سرچینې په وینا؛ نوموړی تېره ورځ (پنجشنبه د چنګاښ ۲۳مه) په داسې حال کې چې د دشت ریوت قرارګاه څخه د پریان ولسوالۍ په لور حرکت کې وو؛ د طالب ځواکونو له کمین سره مخ شوی.

د سرچینې په خبره؛ ډګروال نورالله نورخېل د احمدشاه مسعود له وخت بیا تر اوسه د طالبانو په وړاندې جګړه کړې او تېر نظام کې یې هم هلمند، کندهار، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لوګر او کنړ ولایتونو مې د کنډک د قومندان په توګه دنده ترسره کړې.

د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتو په داسې حال کې ده زور اخیستی؛ چې طالبانو څو ورځې وړاندې د یادې جبهې دوه اسران په پنجشېر کې په ډزو ووژل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ