ساعت وړاندې د پجشیر بازارک ولسوالۍ کې چې د یاد ولایت مرکز هم دی د پارنده کلي کې چادونه وشوه
د آماج خبریال ته د عیني شاهدانو په وینا، د یادې چاودنې ډول د سړک غاړې ماین و او مرګ ژوبله یې هم درلوده.
همداشان په پنجشیر کې د آماج خبریال وایي چې یاده چاودنه د بيبي هوا ښوونځي په ۵۰ مترۍ کې چې د طالبانو یوه فرقه هم هلته شتون لري، ترسره شوې.
د پېښې شاهادان د مرګ ژوبلې کره شمېرې په اړه نه پوهېږي، خو وایي چې څو طالب ځواکونه پر سړک پراته و.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې مقاومت جبهې څو ځلې د طالبانو موخه ګرځول پر ځان منلي، خو طالبان ټینګار کړي چې پنجشیر او نورو ولایتونو کې د مقاومت جبهې ځواکونه شتون نه لري.
پنجشیر تېره ورځ هم د یوې چاودنې شاهد و، چې د سرچینو او د اماج لخوا خپرو شویو ویډیوګانو ښودله، چې د یاد ولایت د امنیت آمر عبدالحمید خراساني د موټرونو کاروان موخه ګرځېدلی و.
2 تبصرې
I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great
… [Trackback]
[…] There you will find 97031 additional Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/panjshir-9/ […]