‏د پنجشېر کانکور آزموینه کې څه کم ۲۵۰ تنو ګډون کړی دی

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وايي، چې سږ کال یاد ولایت کې د کانکور آزموینه د کمو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوې ده.

د سرچینې په وینا، سږ کال د پنجشېر په کانکور آزموینه کې یوازې ۲۴۰ تنو ګډون کړی او آزموینه کې د نجونو له ګډون کوم خبر نه وو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کالونو کې به یاد ولایت کې د کانکور د ګډونوالو شمېر ډېر وو.

پنجشېر کې د کانکور د ګډونوالو د کمښت لامل د ښځينه ښوونځيو بند پاتې کېدل بلل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ