طالبانو پنجشېر کې یو ملکي وګړۍ په ډزو ووژلو

لخوا Aamaj News

پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یاد ولایت کې یو ملکي وګړی له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په وینا، طالبانو دا ځوان تېره ورځ (جمعه د تلې ۸مه) د پنجشېر بازارک کې خپل کور ته څېرمه په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره یاد ځوان عنایت الله نوم درلود او په «حاجي شنکر» مشهور وو.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

د طالبانو لخوا په ډزو وژل په ځانګړي ډول پنجشېر کې نوې خبره نه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ