د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پنجشېر کې د وروستیو جګړو په لړ کې د پنجشېر او اندرابونو لپاره د طالبانو عمومي پوځي مسوول ملا عبدالقیوم ذاکر د ټپي کېدو راپورونه رد کړل.
له دې وړاندې یو شمېر رسنیو ادعا کړې وه، چې ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر په جګړو کې ټپي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی.
ویل کېږي چې وروستیو ورځو کې پنجشېر د طالبانو او مقاومت جبهې د سختو نښتو شاهد وو او د دې نښتو په لړ کې دواړو لورو ته درنې مرګژوبلې اوښتې دي.
طالبانو د یادو نښتو په لړ کې، د مقاومت جبهې یو شمېر د جګړې بندیان او ملکي وګړي نیولي، شکنجه او په ډزو وژلي.