پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یو ځوان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور تر شکنجې لاندې ووژلو.
د سرچینې په وینا یاد ځوان شېرشاه نوم درلود او د پنجشېر درې ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
یاد ځوان دوه ورځې وړاندې نیول شوی او تېره ورځ (چهارشنبه د وږې ۲۳مه) یې مړی موندل شوی.
د سرچینې په خبره او د یاد ځوان د مړي پر بنسټ، د نوموړي په مخ او سترګو کې د شکنجې، و ماتېدو او برېښنایي شوک علایم لیدل کېږي.
طالبانو تل پنجشېر کې د ملکي وګړو وژنې رد کړې دي.