طالبانو په پنجشېر کې یو کتابتون «لوټ» کړ

لخوا Aamaj News

د پنجشېر ولايت د يوه کتابتون مسوول، عبدالصمد کريمي آماج ته وایي چې طالبانو د دغه ولايت د عبدالله خېلو کلي یو عامه کتابتون ته چې د نجم بنسټ په همکارۍ جوړ شوى و، لاس په وړی.

د دغه کتابتون مسوول، عبدالصمد کریمي له آماج نیوز سره په خبرو کې دغه خبره تایید کړه.

نوموړي همدا ډول د تجهيزاتو د ماتولو خبر ورکړ او ويې ويل چې طالبانو د لس زره ټوکه کتابونو او لږ تر لږه ٢٠ کمپيوټرونو په ګډون يو شمېر ښوونيز وسايل له منځه وړي او يو شمېر يې له ځانه سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له لوري د یوه روغتیايي کلینک د لوټ کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ