د فهیم دشتی له وژل کېدو د علم ایزدیار لید: دشتي د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شو او په یو ډله ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شو

لخوا Aamaj News

د هېواد مشرانو جرګې پخواني مرستیال محمد علم ایزدیار نن “یکشنبه، د جدی ۱۲ مه” نېټه په هغه ویډیو کې چې ټولنیطو رسنیو کې خپره شوې، پنجشیر کې د فهیم دشتي او جنرال ودود د وژل کېدو په اړه څرکندونې کړې دي.”

نوموړي په دې ویډیو کې ویلي، چې د مقاومت جبهې دا دوه فعالان پنجشیر کې د طالبانو لخوا په ډزو ويشتل شوي و.

د ایزدیار په وینا؛ د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او د یادې جبهې مالي او اداري مسوول جنرال ودود په موټر باندې برید نه و شوی.

ایزدیار ویلي؛ چې د فهیم دشتي، جنرال ودود او د دوی دوه ساتونکو موټر د دشتک – تاواخ په لاره کې د طالبانو لخوا درول شوی او دوی په ډزو له ویشتلو وروسته په يو ډله ییز قبر کې خاورو ته سپارل شوي.

د مشرانو جرګې پخواني مرستیال په دغه ویډیو کې ویلي: “د فهیم دشتي او ورسره ملګرو موټر یې د دشتک – تاواخ د طالبانو له پوځیانو سره مخ کېږي، موټر یې درول کېږي او وروسته؛ د سړک پر غاړه په ډزو ویشتل کېږي.”

د هېواد ورځپاڼه لیکونکي فهیم دشتي د تیر حکومت له سقوط وروسته، د مقاومت جبهې په جوړولو کې منم رول درلود او د ژوند له لاسه ورکولو مخکې یې د یادې جبهې ویاندویی مسوولیت پر غاړه درلود.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ