د بغلان ولایت په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د مقاومت قومندان، بریالی سنګین په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د نیولو او جبري کډې په غبرګون کې ویلی چې «توکمیزه جګړه یو وحشتناک طوفان دی.»
نوموړي نن (سه شنبه، وږی ١) په یوه ټویټ کې لیکلي: «د تاجیکانو سپکاوی، شکنجه، تورونه، غلا، د ملکیت غصب، نیونې، جبري کډې او نسل وژنه په شدت سره جریان لري.»
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو دا غیرانساني جنایتونه د امریکا له پاتې امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د خلکو په وړاندې ترسره کوي.
د مقاومت دغه قوماندان ټینګار کړی دی چې قومي جنګ یو وحشتناک طوفان دی چې دغه مغروره او جاهله ډله به وخوري.
دا غبرګون په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ویډیو خپره شوې چې په کې د سوېلي طالبانو له خوا د مقاومت چريکانو تر نامه لاندې د پنجشېر ولسي وګړي په سپکاوي سره نيول شوي دي.
یو شمېر کارپوهان د طالبانو دغه کار په هېواد کې د یوې خونړۍ توکمیزي جګړې پیلامه ګڼي.