پنجشېر کې سېلابونو لسګونه جریبه کرهنیزه ځمکه ویجاړه کړې او مالي زیانونه یې اړولي

لخوا Aamaj News

د پنجشېر لومړۍ حصې او آبشار ولسوالیو کې پیاوړو سېلابونو، د یادو دوه ولسوالیو اوسېدونکو ته سخت مالي زیانوته اړولي.

پنجشېر کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک‌زاده وایي چې دا سېلابونه په یادو دوه ولسوالیو کې د سختو بارانونو اورښتو له امله تېره ورهٔږځ (شنبه د زمري لومړۍ نېټه) بهېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو سېلابونو په لړ کې د پنجشېر لومړۍ حصې ولسوالۍ خارو او برخمن سیمو او د یاد ولایت آبشار ولسوالۍ په قلندور سیمه کې لسګونه جریبه کرهنیزه ځمکه، د اوبو برېښنا کوچنۍ دستګاوې، استوګنځي، پلونه، پلچکونه، د خړوبولو کانالونه، عمومي سړکونه او هټۍ په یادو ولسوالیو کې ویجاړ شوي.

د پنجشېر اوسېدونکي وایي چې ډېرۍ کورنۍ د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري او لا یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړز؛ خو د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې زیانمنو سیمو ته د سروې ټیم استول شوی.

د پنجشېر یو اوسېدونکی محمد شریف وایي: « ټوله اونۍ سخت بارانونه وو چې د سېلابونو بهېدلو لامل شول؛ خو لا هېڅوک نه دي راغلي ترڅو له موږ سره مرسته وکړي.»

بل پلو د پنجشیر لپاره د طالبانو د فواید عامې رییس وایي چې د یاد ولایت لومړۍ حصې ولسوالۍ په برجمن سیمه کې یې غر ښویېدو له امله عمومي سړک د ترافیکو پر مخ تړل شوی او د بیا پرانیستلو چارې یې د یاد ولایت فواید عامه ریاست او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ پیل شوې دي.

درې ورځې کېږي چې د پنجشېر ولایت یو شمېر سیمې د سېلابونو شاهد دي، هغه سېلابونه چې د خلکو شته څېزونه یې له ځان سره وړي او دوی مرستې ته په تمه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ