د نښتو بیا پیل؛ ۱۲ طالبان د پنجشېر په شتل او درې طالبان د بغلان په خوست کې وژل شوي

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د یاد ولایت په خوست ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د ځواکونو یو کمین کې؛ درې طالب جنګیالي وژل شوي. د سرچینو په وینا د پنجشېر آرزو دره کې د مقاومت کوونکو ځوابي برید کې هم ۱۲ طالبان وژل شوي.

بغلان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یاده پېښه (شنبه ورځ د چنګاښ ۲۵مه) سهار یوه بجه د خوست ولسوالۍ په چرخ فلک سیمه کې شوې ده.

بل پلو سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د بغلان په اندراب او خوست ولسوالیو کې هم نوې نښتې بیا پیل شوې دي.

په تېرو درې ورځو کې د بغلان په خوست او اندرابونو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې وې. یادو نښتو د طالبانو دفاع وزیر پښه د جګړې د مدیریت لپاره اندراب ته ورسوله.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

په ورته وخت پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د یاد ولایت شتل ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتې بیا پیل شوې دي.

د سرچینو په خبره؛ نښتې نن سهار ۱۰:۰۰ بجې د شتل آرزو دره کې پیل شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو نن وړاندې له غرمې د شتل ولسوالۍ په آروز دره کې مقاومت کوونکو پر مواضع د برید هوډ درلود، چې د یادې جبهې له کمین سره مخ شوي او په پایله کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۹ کسان نور یې ټپیان شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ