طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې دوه بندیان په ډزو وژلي

لخوا Aamaj News

په پنحشېر کې سیمه‌ییزي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دې ولایت کې د مقاومت جبهې دوه تنه بندیان په ډزو وژلي دي.

د سرچینې په وینا یاده پېښه نن (سه شنبه، چنګاښ ٢١مه) د پنجشېرلومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند په شابه دره کې رامنځته شوې.

د سرچینې په خبره طالب جنګیالي نن د شابې پر پوسته برید کړی و چې په پایله یې د مقاومت جبهې دوه تنه د مهماتو له خلاصېدو وروسته د دوی په لاس بندیان او وروسته په ډزو وژل شوي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو همدارنګه د هغوی د مړو د لېږد اجازه هم نه ورکوي.

سرچینه وژل شوي کسان شکور او عمر بولي چې دواړه تره او وراره وو.

تر دې وړاندي هم طالبانو په وار وار په پنجشېر او بغلان کې د ملي مقاومت ځواکونو اړوند بندیان په ډزو وژلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ