طالبانو پنجشېر کې یو ښوونکی نیولی

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو د پنجشېر کرامان په سیمه کې یو ښوونکی نیولی.

د سرچینې په وینا؛ یاد ښوونکي منیراحمد نوم درلود او په کرامان عالي لیسه کې ښوونکی وو.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو نوموړی د پنجشیر مرکزي بندخونې ته لېږدولی.

سرچینې څرګنده کړې؛ چې طالبانو د پنجشېر په نښتو کې له ماتو وروسته، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو په نیولو، ځورولو او وژنو لاس پورې کړی.

بل پلو د بشرحقونو د څار بنسټ په نوي راپور کې ویلي چې طالبان پنجشېر کې ملکي وګړي لومړی له مقاومت جبهې سره د مرستې په تور نیسي او بیا یې وهي او ډبوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه طالب جنګیالي یاد ولایت ته راغلي او هره ورځ د پنجشېر په هر ځای کې نښتې کېږي؛ خو طالبان تل په پنجشېر کې نښتې رد کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ