پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د يو پلار او زوی په ګډون څلور کسان چې د مقاومت جبهې غړي وو، په یاد ولایت کې په ډزو وژلي.
د سرچینې په وینا؛ دا پېښه نن دوشنبه د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ په ییلاق وریاج سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا؛ د مقاومت جبهې غړی محمد شاه چې له خپل زوی سره، پریان ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال اسیر شوی وو؛ طالبان دوی نن سهار په ډزو ووژل.
په ورته وخت کې سرچینې وویل؛ چې لا د دوه نورو کسانو هویت، چې له محمد شاه سره په ډزو وژل شوي، مالوم نه دی.
مقاومت جبهې او طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.