په پنجشیر کې د طالبانو سختې شخړې؛ سرچینه: د امنیه قومندانۍ یو سرتېری د والي د کسانو لخوا ووهل شو

لخوا Aamaj News

سرچینې اماج ته وایي؛ چې د پنجشیر امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مدیر حاجي ملک خان یو کس، د پنجشیر لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله ته د نږدې کسانو له خوا وهل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وهل شوى کس اسمیاالله نومېږي او له دې امله چې غوښتل یې د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت ریاست ته د پنجشیر د والي د “خیانت او فساد” د راپور ورکړي، د دوی لخوا وهل شوی.

ویل کیږي چې په پنجشیر کې د طالبانو د والي د خپلوانو له لوري د «فساد د موجودیت» له امله شخړې د دې لامل شوې چې د دغه ولایت د داخلي امنیت مدیر حاجي ملک خان د خپل کلي کمپ ته ولاړ شي چې هغه کلیوال هم له دې «خیانت او فساد» کړېږي.

خو د پنجشېر ولايت وياند په دې اړه بې خبري وښوده او وایي، چې قومندان ملک خپله د والي او امارت کس دى. نوموړی زیاتوي چې دا ادعا رښتیا نه ده او دوی اسلامي او انساني ارزښتونو رعایت کوي.

په پنجشیر او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د مقاومت جبهه فعالیتونو له پراخېدو سره، پوهان د طالبانو خپلمنځي فساد او شخړې زیان بښوونکې بولي او وایي؛ چې دا بهیر به د جګړې د پراخېدو لامل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پنجشیر کې د طالبانو د والي د خپلوانو له خوا د «فساد تورونه» او د طالبانو شخړې په رسنیزې کېږي. تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د دغه ولایت له والي مولوي قدرت الله سره د هغه څه په اړه اختلاف درلود، چې د نوموړي فساد بللو؛ خو په دې وروستیو کې ویل شول چې دغه شخړې پای ته رسېدلې دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ