د عدلیې وزارت پخواني وزیر فضل احمد معنوي، د طالبانو لخوا د یو پنجشيري ځوان په ډزو ویشتلو ویډیو خپرولو په غبرګون کې ویلي: “هغه ډله چې د تفکر بنسټ یې له ظلم، تېري، بې رحمۍ او وحشت څخه جوړ شوی وي او له امله یې واک ته رسېدلې وي؛ په هغې وویاړي او د الهي امر په نوم هغه عبادت وګڼي، انسان کېدونکې نه ده.”
معنوي زیاته کړې: “کومې پېښې چې اورم او د دوی د بې رحمۍ کوم انځورونه کې ګورم؛ د دوی په ژر رسېدونکۍ زوال مې باور لا زیاتېږي.”
د افغانستان عدلیه وزارت پخوانی وزیر په داسې حال کې دې ویډیو ته غبرګون ښایي؛ چې د یادې ویډیو خپرېدو ګڼ شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل.
پوهان په دې باور دي؛ چې که طالبان د صحرایي محکمو او وژنو مخه ونه نیسي، د خلکو د کرکې لامل به شي او د افغانستان لپاره به ښې پایلې ونه لري.