د پسرلي فصل له رارسېدو او پنجشیر کې د مقاومت جبهې د فعالیتونو له پراخېدو سره یوځای سرچینې آماج ته وایي، چې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون د طالبانو یو شمېر چارواکي دغه ولایت ته تللي ترڅو جګړهییزه نقشه عملي کړي.
هغه انځورونه چې آماج ته رسېدلي هم ښايي چې څه کم پینځه الوتکې د پنجشیر په فضا کې لیدل شوې دي او بل پلو د ډېر ځواکونه او او د تېلو ټانکرونه دې ولایت ته لېږدول شوي.
د طالبانو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آماج ته وایي، چې د طالبانو د هوایي ځواک قومندان امانالدین منصوري، د فیصله کوونکې جګړې لپاره دې ولایت ته رسېدلی، خو نوموړی د ملا یعقوب مجاهد د شتون په اړه څه نه وایي.
د مقاومت جبهې سرچینې هم دا مني چې پنجشیر د طالبانو لپاره په یو سرخوږي بدل شوی او دوی د دې په لټه کې دي چې د پسرلي له رارسېدو وړاندې دې سرخوږي ته لاسرسی وکړي.
خو د مقاومت جبهې یو جګړهییز قومندان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آماج ته وایي؛ چې “احتمالاً د طالبانو عملیات به څو ورځې او سا څو اونۍ وخت ونیسي خو محال دی چې ټولې مُشرفې سیمې تصرف او وساتي.”
سیمهییزې سرچینې هم پنجشیر ته د طالبانو تر غاښونو مسلح سلګونه ځواکونو دننه کېدل مني خو مقاومتي قومندان وایي “د چریکي جګړې له اصل سره سم چې بنسټ یې جګړه او تېښته ده، د ځای بدلون او د دویم ځلي تنظیم او ترتیب وروسته به بیا چریکي مبارزات دوام وکړي.”
په پنجشیر کې د لوی پوځي عملیاتو له پلان څخه په داسې حال کې خبرې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ویلي و، چې پاکستاني کومانډویان له حقاني شبکې سره په همغږۍ پنجشیر ته دننه شوي.