د بخښنې نړیوال سازمان په پنجشیر کې د طالبانو لهخوا د خلکو د «بېعدالتي اعدامونو، شکنجو، زندانونو او خپلسري نیولو» او د دغه ولایت له خلکو سره د طالبانو د «ظالمانه چلند» په مستند کولو سره دا یو «جنګي جرم» بللی دی.
دغه سازمان نن سهار (پنجشنبه د غبرګولي ۱۸مه) په پنجشیر کې د طالبانو لخوا د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو د بندیانو د غیر قانوني اعدامونو، د ملکي خلکو ډلهییزې نیونې، شکنجه، جبري بېځایه کول، د کورونو سوځول او د ملکي خلکو وژل د یوه مستند راپور په جوړولو سره خپاره کړي دي.
د دغه رپوټ له مخې طالبانو په پنجشېر کښې د مقاومت د ځواکونو سره په مقابله کښې له عامو خلقو سره ناوړه چلند او شکنجه کړې ده.
د دې سازمان په وینا، طالبانو «د کلیو نارینه او ځوانان نیولي، بندیان کړي او په وهلو او هر ډول ځورونو یې اخته کړي دي.»
په همدې حال کې د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامار په یوه بیان کې ویلي: «د طالبانو له لوري له عامو خلکو سره د مقاومت له جبهې سره د تړاو په شک وحشیانه چلند د پنجشیر په خلکو کې د وېرې او بې وزلۍ د خپرېدو لامل شوی دی.»
مېرمن کالامار ټینګار کړی چې په پنجشیر کې د طالبانو له خوا جنګي جنایتونه او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه نورې سرغړونې «اوږدې» دي او حتی په دې لست کې بې عدالتي وژنې، شکنجه او یرغمل نیول غیر قانوني نیول او د خلکو د کورونو سوځول شامل دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مقاومت د جبهې لږ تر لږه ۶ یا ۹ تنه غړی په پنجشیر کې د هزاره ګانو په دره کې د طالبانو له لوری په صحرایې ډول اعدام شول.
د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې طالبانو په بازارک او روخه ولسوالیو کې درې بزګران او شپانه يې نیولي او تر شکنجو وروسته یې وژلي دي.
که څه هم طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبان نه غواړي د خپلو غړو له خوا ترسره شوي دا ډول جرمونه په قانوني ډول وڅېړي.
د بښنې نړیوال سازمان په پنجشېر کې پر ملکي وګړو د طالبانو د هدفي بریدونو د «سمدستي» بندېدو غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا یې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره یو نړیوال میکانیزم جوړ کړي او له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د بشري حقونو دغه سازمان خپل څېړنيز راپور د پنجشېر ولايت له ۲۹تنو سره د مرکو او په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپرو شويو راپورونو، عکسونو او ويډيوګانو د تحليل او ارزونې پر بنسټ چمتو کړى دى.