سرچینې آماج ته وایي، طالبانو د عارفې په نوم یوه پنجشیرۍ ښځه د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولې او نامعلوم ځای ته یې بېولې ده.
د سرچينې په وينا، طالبانو عارفه دوې ورځې وړاندې د کابل- پنجشير په لاره نيولې وه.
د سرچينې په وينا، نوموړې د پنجشېر ولايت د دره عبدالله خېلو ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د مقاومت جبهې له وژل شوي قوماندان، حاجي ملک خان سره د همکارۍ په تور نيول شوې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه وایي.
د طالبانو له خوا مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د ملکي وګړو نیول کومه نوې خبره نه ده.
له بلې خوا د بشري حقونو سازمانونه طالبان په پنجشیر کې په جنګي جنایتونو او د ملکي خلکو په نیولو او شکنجه کولو او په ځینو مواردو کې یې په وژلو تورنوي.