په پکتیا کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت یو افسر وژلی دی.
د سرچينې په وینا دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، وږې ۶مه) د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا د دغه پخواني افسر نوم ممتاز و او د ابراهيم په نوم د طالبانو د يوه قوماندان له خوا د خپل کور مخې ته وژل شوى دى.
د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو وژل کومه نوې خبره نه ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د پخواني حکومت سلګونه امنیتي ځواکونه د دغې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. خو طالبانو تل د پخواني امنیتي ځواکونو وژنه ردوي او پر عمومي بښنې ټینګار کوي.