د پکتیکا د سلمان الفارسي روزنتون زده کړیالان ته قرطاسیه ورکړل شوه

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د یونیسف موسسې له لوري د دې ولایت سلمان الفارسي روزنتون په ګلالیو زده کوونکو قلمونه، کتابونه، بکسونه او نور درسي توکي ووېشل شول.

د پوهنې رئیس، مولوي عبدالقیوم فاروقي د یادو توکو د وېش پر مهال وویل، د یتیمو او بې سرپرسته یتیمانو پالنې ته به جدي او ځانګړې پاملرنه کوي او د دوی لپاره به ټول اړین درسي توکي برابره وي.

فاروقي زیاته کړه، دوی د یاد روزنتون له ۸۱ تنو زده کړیالانو سره د قرطاسیې مرسته وکړه چې په راتلونکي کې به هم وخت پروخت له دوی سره د ورته درسي توکو مرستې کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دې روزنتون ښوونکو ته سپارښتنې وکړې چې د دغو یتیمو ماشومانو د سالمې روزنې تر څنګ د دوی زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو روښانه راتلونکی ولري.

بل لورته بیا ګلالي یتیمان د نوي نظام له مسؤلینو زیات خوشحال دي او زیاتوي چې له دوی سره وخت پر وخت د خپل توان مطابق مرستې کوي، خو زیاتوي چې د ژمي یخ موسم په رارسېدو دي له دوی سره د نورو مرستو تر څنګ د ژمنیو توکو مرستې هم وشي.

د یادونې ده چې په یاد روزنتون کې اوس مهال ا۸ تنه ګلالي یتیمان د ژوند شپې ورځې تېروي چې د دوی شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی، نو اړینه ده چې لا ډېرې او هر اړ خیزې مرستې ورسره وشي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ